Post by Admin on Feb 19, 2017 0:33:59 GMT
علم غيب ِ مصطفي صلي الله عليه وسلم
سوال؛ دَ خوږ پيغمبر عليه السلام دَ علم غيب په حقله د اسلام څه عقيده ده؟
جواب؛ د خوږ پيغمبر عليه السلام دَ علم غيب دوه صورتونه دې
اول صورت؛ دَ قرآن او دَ سنت دا عقيده ده چي الله تعالي حضرت محمد عليه السلام او نورو پيغمبرانو (عليهم السلام) ته د بعضو غيبو علم ورکړے او د دے خبرے انکار کؤنکے مسلمان نه دے
دويم صورت؛ چي الله تعالي خوږ پيغمبر عليه السلام ته کلي علم غيب (د ټولو شيانو علم په نسبت سره ته نه خالق ته څکه چي دا الله تعالي علم ذاتي، غيرمحدود او غيرمتناهي دے) ورکړے دے . او دَ خوږ پيغمبر عليه السلام علم د ټولو مخلوقاتو نه تر دے چي د ټولو پيغمبرانو نه هم زيات دے. او الله تعالي خوږ پيغمبر عليه السلام ته د پنڅوؤ علمونو نه د ډيرو جزئيات علم ورکړے يعني د قيامت علم چي کله به وې؟ د ټولو تيرو شوو او دَ راتلونکو واقعاتو علم، د روح د حقيقت علم او د قرآن مجيد د ټولو متشابهاتو علم ورکړے دے دَ دے قسمه علم ِ غيب نه انکار کونکے ګمراه او بد مذهبه دے څکه چي د ډيرو صحيح احاديثو نه انکار کؤنکے دے
سوال؛ د قرآن حکيم نه د خوږ پيغمبر عليه السلام په علم ِ غيب باندے يو څو دلائل پيش کړه؟
جواب؛ د قرآن حکيم نه درے آيتونه د دليل په توګه يش کولے شې
دليل ۱؛ وَمَا كَانَ اللّٰهُ لِيُطْلِعَكُمْ عَلَي الْغَيْبِ وَلٰكِنَّ اللّٰهَ يَجْتَبِىْ مِنْ رُّسُلِھٖ مَنْ يَّشَاۗءُ ۠
ترجمه؛ او د الله تعالي دا شان نه دے (اے عامو خلقو!) چي تاسو ته دَ غيبو علم درکړې، خو الله تعالي غوره کوې له رسولانو خپلو نه هغه څوک چي خوښ ئے شې (آل عمران آيت ۱۷۹).
فائده؛ دَ دے آيت مبارک نه معلومه شوه چي الله تعالي خپلو پيغمبرانو ته بعض علم غيب ورکړے دے
دليل ۲؛ وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُنْ تَعْلَمُ ۭ وَكَانَ فَضْلُ اللّٰهِ عَلَيْكَ عَظِيْمًا
ترجمه؛اوتاته مو اوخودل (اے پيغمبر عليه السلام) هغه څه چه تانه پيژندل او الله تعالي په تاباندے ډير مهربانه دے (النسا آيت ۱۱۳).
فائده؛ دَ دے آيت مبارک دَ لاندے تفسير جلالين ، تفسير کبير ، تفسير خازن، تفسير طبري او نورو معتبرو تفسيرونو کښي دا خبره موجود ده چي په دے آيت مبارک کښي الله تعالي خوږ پيغمبر عليه السلام ته کوم علم خودلے دے هغه دَ غيبو علم دے او دَ دين دَ احکاماتو علم دے
تفسير جلالين پ ۸۷، تفسير کبير ج ۶ پ ۳۹ ، تفسير خازن ج ۱ پ ۴۲۹، تفسير طبري ج ۵ پ ۱۷۷
دليل ۳؛ وَمَا هُوَ عَلَي الْغَيْبِ بِضَنِيْنٍ
ترجمه؛ او دا پيغمبر په غيب (خودلو) باندے بخل کؤنکئ نه دے (سوره التکوير آيت ۲۴)
فائده؛ تفسير بيضاوې او تفسير خازن کښې دې چي دَ دے آيت مبارک نه ثابته شوه چي الله تعالي خوږ پيغمبر عليه السلام ته دَ غيبو علم ورکړے وؤ. او پيغمبر عليه السلام به دغه د غيبو علم نه پټوؤ بلکه اصحابِ کرام عليهم الرضوان ته به ئے هم خودلو
بحواله؛ تفسير بيضاوې ج ۱ ص ۷۸۶، تفسير خازن ج ۴ پ ۳۵۷
سوال؛ څلور احاديث مبارکه دَ دليل په توګه پيش کولے شئ؟
جواب؛ دليل ۱؛
عن طارق ابن شھاب رضی اللہ عنہ قال سمعت عمر یقول رضی اللہ عنہ قام فینا النبی صلی اللہ علیہ وسلم مقاماً فاخبرنا عن بدا الخلق حتی دخل اھل الجنۃ منازلھم واھل النار منازلھم
ترجمه؛ د حضرت طارق بن شهاب رضي الله عنه نه روايت دے چي ما دَ حضرت عمر فاروق رضي الله عنه نه اوريدلې دې چي رسول الله صلي الله عليه وسلم زمونږ په مينڅ کښي ودريدلو، او مونږ ته ئے د مخلوق د شروع نه خبر راکړو، تردے چي د جنت خلق خپلو ځايونو (جنت) ته لاړل او د جهنم خلق خپلو ځايونو (جهنم) ته لاړل (مطلب دا چي مونږ د مخلوق دَ شروع نه واخله تر قيامت نه د ورستو پورے د ټولو واقعاتو خبرراکړو).
حواله؛ صحيح بخاري شريف ، کتاب بدا الخلق ، باب ما جا في قول الله وهو الذي يبدؤ، ج ۴ پ ۱۰۶ ح ۴۱۹۳طرفۃ ۴۹۷۴، ۴۹۷۵ ط۔ بدار طوق النجاۃ مدینہ منورہ
فائده؛ دَ دے حديث مبارک نه دا خبره واضحه شوله چي الله تعالي خوږ پيغمبر عليه السلام ته دَ مخلوق دَ پيدا کيدو نه واخله تر قيامت نه ورستو پورے د ټولو حالاتو او واقعاتو علم ورکړے وو او پيغمبر عليه السلام دغه علم خپلو اصحابو عليهم الرضوان ته هم ښودلے وؤ
دليل ۲؛ عن ابی ہریرۃ رضی اللہ عنہ فقال رسول اللہ صلی اللہ علیہ وسلم ھل ترون قبلتی ھھنا؟ فواللہ! ما یخفیٰ علی خُشوعکم ولا رکوعکم انی لاراکم من رواء ظھری
(صحیح بخاری کتاب الصلوٰۃ باب عظمۃ الناس الامام ج ۱پ ۹۱ دار طوق النجاۀ
ترجمه؛ د حضرت ابوهريرۀ رضي الله عنه نه روايت دے چي رسول الله عليه السلام اوفرمائيل چي ستاسو دا خيال دے چي ګنے زماقبله دلته (مخے ته) ده. په الله تعالي مے دي قسم وي! ما باندے ستاسو رکوع او خشوع (ستا سوحالات) پټ نه دې بے شکه ځه ستاسودَ خپل ورستو نه داسے وِينم لکه څنګه چي تاسو (د مخکښے نه) وينم.
يعنې دَ دے حديث نه دا خبره ثابته شوه چي رسول الله عليه السلام د پاره مخکښے او دَ ورستو پيژندګلو يو شان ده يعني رسول الله عليه السلام د خپل څانه ورستو څيزونه داسے پيژنې لکه څنګه چي د څانه مخکښے څيزونه پيژنې. نو دا د خوږ پيغمبر عليه السلام په علم غيب باندے ښکاره دليل دے
دليل ۳؛ عن انس رضی اللہ عنہ قال رسول اللہ صلی اللہ علیہ وسلم ھذا مصرع فلان ویضع یدہ علی الارض ھھنا وَ ھھنا، قال فما ماط عن موضع ید رسول اللہ صلی اللہ علیہ وسلم
(صحیح مسلم شریف، کتاب الجھاد ، باب غزوۃ بدر۔ج۲ پ ۱۰۲)
ترجمه؛ دَ انس رضي الله عنه نه روايت دے چي رسول الله عليه السلام اوفرمائيل چي دا ده فلاني دَ مرګ ځائے دے او پيغمبر عليه السلام به خپل لاس په هغه زمکه کيښود چي په دے دے ځائے به کافران مړه کيږي راوي وائې چي يو کافر هم د رسول الله عليه السلام دَ لاس د لګولو د ځائے نه اخوا ديخوا نه وؤ (مړ) شوے.
يعنې دَ دے حديث نه دا خبره معلومه شوه چي رسول الله عليه السلام دَ جنګ ِبدر نه يوه ورځ مخکښي د کافرانو د مرګ ځايونه اښودل حالانکه لا تراوسه جنګ شروع شوے هم نه وؤ نو دا د پيغمبر عليه السلام په علم غيب باندے ښکاره دليل دے.
دليل ۴؛ عن ابن عباس رضی اللہ عنہ قال قال رسول اللہ صلی اللہ علیہ وسلم فعلمت مافی السمٰوات والارض وفی روایۃ فعلمت مابین المشرق والمغرب۔ قال الترمذی ھذا حدیثِ حسن
ترجمہ؛دَ حضرت ابن عباس رضي الله عنه نه روايت دے چي رسول کريم عليه السلام افرمائيل چي (يو ځل ما په خوب کښي دَ الله تعالي ديدار اوکړو نو) ما د زمکے او د آسمان هر څيز اوپيژندلو او په يو روايت کښي دۍ چۍ ما د مشرق او مغرب په مينځ کښي هر څيز اوپيژندلو. امام ترمذي فرمائې چي دا حديث حسن دے
حواله؛ جامع الترمذي ج ۷ پ ۱۵۵ او ۱۵۶، مرقات شرح مشکوته ج ۲ پ ۲۱۰
دَ دے حديث نه دا ثابته شوه چي خوږ پيغمبر عليه السلام د ټولے زمکے ، آسمان او مشرق و مغرب ترمينځه علوم پيژندل او دا هم د پيغمبر عليه السلام په علمِ غيب باندے ښکاره دليل دے